د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۹:۴۱
د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

د بادغېس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او غېږنيونې فدراسيون په همغږۍ د ۱۰ نامتو غېږنيونکو ترمنځ د‌ غېږ نيونې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ، چې د ابکمري ولسوالۍ په پسته لاق طبعي او زرغونه‌ سيمه کې ترسره شوې، د دغه ولايت والي، امنيه‌ قومندان، د ملي امنيت رئيس، د لواء قومندان، د ملکي او نظامي ادارو استازو، ورزشي مسولينو او د‌ غېږنيونې زرګونو مينوالو پکې ګډون کړی و.

د يادو سياليو موخه راتلونکې چهارشنبې ته د ولايت په کچه د غېږ نيونې د سياليو د ترسره کېدو لپاره همغږي وه، چې په برياليتوب سره ترسره شوې.

بايد يادونه وشي، چې د دغو سياليو لومړی مقام فريد احمد پهلوان او دويم مقام ميرويس پهلوان ترلاسه کړ.

هېره دې نه وي، چې په پايله کې غوره لوبغاړو ته کپونه ورکړل شول او راتلونکې اوونۍ به ياده سيمه د غېږنيونې د لويو سياليو کوربه وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

کابل کې د څلورو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د WT تکواندو ازادې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له څلورو. . .

BACK TO NEWS