د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په سياليو کې د لوبېدو په موخه ټايلنډ ته روانه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۹:۰
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام په سياليو کې د لوبېدو په موخه ټايلنډ ته روانه شوه

د افغانستان د فوټبال ساحلي لوبډله د اسيا ملتونو جام او د نړيوال جام په مقدماتي سیالیو کې د لوبېدو په موخه، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او د فوټبال فدراسیون له رئیس محمد يوسف کارګر او نورو اړوند مسوولینو سره تر ليدنې او مخې ښې وروسته ټايلنډ هېواد ته روانه شوه.

د ټايلنډ هېواد په کوربتوب د ساحلي فوټبال په سياليو کې د افغانستان په ګډون د ١٦ هېوادونو لوبډلې ګډون لري.

دغه سيالۍ به د مارچ مياشتې پر ١٦ مې نېټه پيل او د يادې مياشتې تر ٢٦ نېټې پورې به دوام وکړي، چې په پايله کې به له نوموړيو سياليو څخه درې غوره لوبډلې د ساحلي فوټبال نړيوال جام ته مستقيماً لاره پيدا کړي.

له افغانستان څخه په دغو لوبو کې ١٢ کسيزه لوبډله ،٣تنه روزونکي او يو ډاکټر ګډون کوي.

په دغو ورزشکارانو او روزونکو کې لاندې کسان شامل دي:

۱. نوید افغان

۲.حامد امیري

۳. امید همایوني

۴.رامز فاروق

۵.نادر نادري

۶.احمد نظیر رباني

۷.محمد فهیم حیدري

۸.محمد تمیم حیدري

۹.مرتضی جعفري

۱۰.هارون نظري

۱۱.عبدالنافع همت

۱۲.سمیع الله محمدي

احسان شېرزاد: سر روزونکى

رومل داودزی: همکار روزونکى

حمیدالله یوسفزی: د ګول ساتونکو روزونکى

د افغانستان لوبډله به د دغو سياليو په A ګروپ کې له کوربه ټايلنډ، بحرین او عربستان لوبډلو سره سيالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS