د افغانستان د کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله نن دوشنبه خپله لومړۍ سیالي د بنګلدېش له نولس کلنې لوبډلې سره ترسره کوي

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۱:۱۶
د افغانستان د کرکټ نولس کلنه ملي لوبډله نن دوشنبه خپله لومړۍ سیالي د بنګلدېش له نولس کلنې لوبډلې سره ترسره کوي

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په یوه ټویټ کې څرګنده کړې وه، چې د افغانستان د کرکټ ۱۹کلنه ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالي سبا سهار ۹:۳۰ بجې د بنګلدېش له لوبډلې سره د ابوظبۍ ښار په تولیزنس لوبغالي کې ترسره کړي.

د دغه بورډ په وینا، د افغانستان او بنګلدېش نولس کلنې لوبډلې به بله لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ ، چې د مارچ میاشتې له ۱۵مې سره سمون خوري یو ورځنۍ سیالي ترسره کړي.

د افغانستان او بنګلدېش د یو ورځنیو سیالیو په دوام به د افغانستان، بنګلدېش او سریلانکا هیوادونو د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې د مارچ میاشتې له ۱۸مې نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې، په متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ښار کې درې اړخیزې سیالۍ وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS