لوګر؛ د فريزبي ملي انتخابي سياليو پر لومړۍ ورځ څلور لوبې وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۴ - ۱۸:۵۱
لوګر؛ د فريزبي ملي انتخابي سياليو پر لومړۍ ورځ څلور لوبې وشوې

په لوګر ولايت کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست له لوري د ۸ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ د فريزبي ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ پيل او پر لومړۍ ورځ يې څلور لوبې ترسره شوې.

د‌ دغو سياليو لومړۍ لوبه د غزني او جوزجان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پايله کې غزني لوبډلې، خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲_۰ ګولونو په لوی توپير ماتې ورکړه او سيالي يې وګټله.

د نوموړې سيالي غوره لوبغاړی جاويد عثماني و، چې بهترين پاسونه او ګولونه يې ترسره کړه.

د دويمې سيالي لپاره د ننګرهار او هرات لوبډلې ميدان ته ښکته شوې او له يوې په زړه پورې سيالي وروسته هرات ولايت بريا تر لاسه کړه او سياله لوبډله يې د ۸ ګولونو په توپير ماته کړه.

د يادې دويمې سيالي غوره لوبغاړی موسی جويا و، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې بهترينه لوبه ترسره کړه.

همدا راز درېيمه لوبه د لوګر او ميدان وردګ ولايتونو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې د لوګر لوبډله وتوانېده خپلې سيالې ميدان وردګ لوبډلې ته د ۱۱_۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړي وي او بريا خپله کړي.

د نوموړې سيالي غوره لوبغاړی قيس افغان و، چې د ګول او پاس په برخه کې يې ښکلې لوبه‌ نندارې ته وړاندې کړه.

د نن ورځې وروستۍ او څلورمه سيالي د کابل او غورو ولايتونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د کابل لوبډلې خپله سياله لوبډله د ۸_۱ په لوی توپير ماته کړه او بريا يې خپله کړه.

د دغې سيالي غوره لوبغاړی سمیع الله و ټاکل شو.

بايد يادونه وشي، چې دغه سيالۍ په دوو ګروپونو کې د ليګ په شکل ترسره کېږي او له پايلوبې وروسته به د افغانستان د فريزبي ملي لوبډلې لپاره له مختلفو لوبډلو او ولايتونو څخه ۳۲ بهترين او غوره لوبغاړي وټاکل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS