په ننګرهار کې د ټېپ بال کرکټ ټورنمنټ پایلوبه نارت لاینز لوبډلې وګټله
د افغانستان ټېپ بال لومړنی رسمي ټورنمنټ چې د ننګرهار د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همکاري او دافا نیوز په مالي لګښت په وزیر محمد ګل خان لوبغالي کې پیل شوی و، د نارت لاینز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېد.
د ټورنمنټ پایلوبې ته بلو ټایګرز او نارټ لاینز لوبډلو لار موندلې وه، نارټ لاینز لوبډلې د پایلوبې پچه وګټله او د بالنګ پرېکړه یې وکړه.
بلو ټایګر لوبډلې په ټاکل شویو لسو اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوځېدلو سره ۸۴ منډې هدف کېښود، نارت لاینز لوبډلې په اتم اور کې یوازې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ټاکل شوي هدف ته ځان ورساوه او د ټورنمنټ اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د پایلوبه غوره لوبغاړی له نارت لاینز لوبډلې څخه تاجمیر شو، چې د سیالې لوبډلې درې لوبغاړي یې سوځولي وو.
د افغانستان د ټېپ بال دغه رسمي ټورنمنټ د روانې کب میاشتې په ۱۹ مه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې اته ورځې یې دوام وکړ.
د یاد ټورنمنټ په اوږدو کې ټولې «۱۸» لس اوریزې لوبې وشوې او په پایله کې ۱۸ تنو غوره لوبغاړو د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړ.
