میدان وردګ؛ د قلعه قیام لېسې د والیبال سیالیو اتلولي د سره پله(سور پل) لوبډلې خپله کړه
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون له لوري د ۳۲ ټیمونو ترمنځ د والیبال راپیل شوې سیالۍ د سره پله(سور پل) په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د سره پله( سور پل) او مطیع الله لوبډلو لار موندلې وه، چې په پایله کې سره پله لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او د نوموړو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. دغه سیالۍ چې څلور ورځې یې دوام وکړ، لومړی مقام سور پل لوبډلې، دویم مطیع الله لوبډلې او درېیم مقام زیولات لوبډلې په خپل نوم کړ.
د نوموړو سیالیو موخه د ورزشکارانو او ځوانانو ترمنځ مینه او ورورګلوي یاد شوې ده.
د یادونې وړ ده، چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته د یاد ولایت د ورزشي امریت او والیبال فدراسیون له لوري ستاینلیکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شول.
