د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره دویمه شل اوریزه لوبه کوي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۶ - ۱۰:۴۸
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره دویمه شل اوریزه لوبه کوي

د افغانستان ـ پاکستان د درې شل اوریزو لوبو سریز په لړ کې نن یکشنبه د مارچ پر ۲۶ د افغانستان په وخت ۸:۳۰ بجې د اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې دویمه لوبه ترسره کیږي.

د یاد سریز لومړنۍ لوبه د جمعې پر ماښام وشوه، چې افغانستان په شپږ ویکټو په اتلسم اور کې وګټله. د دې سریز وروستۍ لوبه سبا ترسره کیږي.

بلخوا د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبر کې ویلي، چې د یاد سریز غوره لوبغاړو ته به په ډالۍ کې له لاجوردو جوړ د کرکټ کپ هم ډالۍ کيږي، چې د افغانستان د فرهنګ، مېړانې او تاریخي سرمایې نماینده ګي کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې اتحاد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

نیمروز کې د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نیمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هلمند، کندهار او نیمروز ولایتونو لوبډلو ترمنځ د جنوب لویدیځ زون فوټسال سیالۍ د هلمند سباوون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۲۳:۲۸
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS