په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام پرون هم درې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۸:۳۶
په هلمند کې د ټېپ بال کرکټ د رمضان جام سیالیو په دوام پرون هم درې سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په غازي محمد ایوب خان لوبغالي کې د کرکټ ټېپ بال سیالیو په دوام درې سیالۍ ترسره شوې.

لومړۍ لوبه د سټار اڅکزي او ازاد لوبډولو ترمنځ ترسره شوه، سټار لوبډلې لومړی د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو آتو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۶۱ منډې هدف کېښود، بل پلو بیا یاد هدف ته ازاد لوبډلې په شپږم اور کې ځان ورساوه او په ۸ ویکټو یې ماتې ورکړه.

د دغې سیالۍ غوره لوبغاړی نوید مشال و، چې په دوو اورونو کې یې دوې بهترینې ویکټې ترلاسه کړې.

دویمه سیالي:

د دویمې سیالۍ لپاره د خادم باچا او بست ساتونکي لوبډلې میدان ته راښکته شوې، خادم باچا لوبډلې لومړی توپوهنه پیل کړه او په شپږو اورونو کې یې سیالې لوبډلې ته د ۵لوبغاړو په سوځېدو ۶۵ منډې هدف کېښود؛ خو بل لوري ته دغه هدف بست ساتونکو لوبغاړو د شپږم اور په درېیم بال د ۵ لوبغاړو په زیان پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د دویمې لوبې غوره لوبغاړی فیض الله و، چې په ۹ بالونو یې ۲۹ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

درېیمه سیالي:

د ستانکزي او پښتون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی ستانکزي لوبډلې توپوهنه وکړه او په شپږو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۴۵ منډې هدف کېښود، بل پلو بیا پښتون سټار د سیالې لوبډلې دغه هدف ته، پرته له کوم زیان څخه د درېیم اور په پنځم بال ځان ورساوه او بریا یې خپله کړه.

د دغې وروستۍ سیالۍ غوره لوبغاړی محمد انور چې په دوو اورونو کې یې ۳ ویکټې ترلاسه کړې او بهترین بالنګ یې نندارې ته وړاندې کړ.

باید یادونه وشي، چې یادې سیالۍ لس اوره دي؛ خو کله د باران او هوا خرابېدو له امله پکې بدلون راځي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۹
Background image

بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د موی تای سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د پانکريشن فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نويو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۷
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
Background image

د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له. . .

BACK TO NEWS