خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۱ - ۱۱:۴۶
خوست؛ د لکڼو والیبال رمضان جام سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت او والیبال فدارسیون په همغږۍ د لکڼو ځوانانو له خوا د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام سیالیو په دوام دوه سيالۍ ترسره شوې.

په لومړۍ سیالۍ کې د تڼیو توریالي لوبډلې صبریو لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه.

په دویمه سیالۍ کې مرکز فیضو لوبډلې خپلې سیالې لکڼو کلیم الله لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې په دغه جام کې د خوست ولایت د ۲۵ لوبډلو په ګډون د خیبر پښتونخوا له بنو، کابل، پکتیا او له میدان وردګ څخه هم د والیبال لوبډلو ګډون کړی، چې د روژې مبارکې میاشتې تر وروستیو به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS