په لغمان کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۸ - ۸:۴۶
په لغمان کې د واليبال رمضان جام سيالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په غوښتنه د دغه ولايت د والیبال فدراسیون له لوري تېره ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام سیالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د سولې ارمان راډيو او حاجي پردېس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې سولې ارمان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳_۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

بايد يادونه وشي چې د يادو سياليو موخه له نشه يي موادو سره مبارزه ياده شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS