په بامیان کې د رمضان جام په نوم د فولرزم یو ورځنۍ سیالۍ ترسره

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۹ - ۹:۱۹
په بامیان کې د رمضان جام په نوم د فولرزم یو ورځنۍ سیالۍ ترسره

په بامیان ولایت کې د فولرزم قهرمانان کلب او د فولرزم فدراسیون له لوري د بامیان د بدني روزنې او سپورټ آمریت په همغږۍ د فولرزم رمضان جام سیالۍ ترسره شوې.

دغه یو ورځنۍ سیالۍ د دوو عمري ډلبندیو(ځوانانو او نویو ځوانان) د ۳۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د روح الله نیکپا په جمنازیوم کې پیل شوې وې.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د بامیانو د ورزش مسؤولینو او مخورو برخه اخیستې وه او ورزشکاران یې وهڅول.

په پایله کې د بامیانو د ورزس آمریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او د قهرمانۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS