پيروزي لوبډلې د بدخشان د فوټسال رمضان جام سیالیو اتلولي خپله کړه

د بدخشان ولایت د فوټسال رمضان جام سيالۍ، چې د وري په ٢٥نېټه د مرکز فيض اباد ښار په بتاش جمنازيوم کې د ٥ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د پيروزي لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې.
د دې سياليو پايلوبه د پيروزي او درباره لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د ٦-٢ ګولونو په توپیر د پيروزي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
په پاى د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د دغو سياليو لوبغاړو ته ډالۍ هم ورکړل شوې.