ذوالفقار لوبډلې د هلمند فوټسال رمضان جام لومړي پړاو سياليو اتلولي وګټله

د هلمند ولايت د فوټسال رمضان جام سيالۍ، چې د روژې له پيل سره سم د ٣٢ لوبډلو ترمنځ په ناک اوټ بڼه په مرکز لشکرگاه ښار کې پيل شوې وې د ذوالفقار لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل ته د ذوالفقار او قيس غني لوبډلو لار ومونده، چې د ذوالفقار لوبډلې د ٤-٣ ګولونو په توپیر خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو اتلولي يې وګټله.
په دغو سياليو کې حميد الله د غوره لوبغاړي او مسعود احمد د غوره ګول ساتونکي جايزې تر لاسه کړلې.