میدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ کې د والیبال اختریزې سیالۍ، چې د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د ولسوالۍ د ورزشي کمېټې له لوري د حضرت عمر فاروق «رض» په عالي لېسه کې د بمبایي ځوانانو په کوربتوب د اختر په دويمه پیل شوې وې پرون سه شنبه پای ته ورسیدې.
په دغه سیالیو کې «۴۰ » لوبډلو ګډون کړی و او د یادو سياليو پایلوبې ته د بمباي بازان او شهید بلال لوبډلو لار ومونده، چې د بمبایي بازان لوبډلې د ٢-۱ میدانونو په توپیر خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د یادونې وړ ده، چې د نوموړیو سیالیو لیدو ته پر ورزشي مسولینو سربېره ګڼ شمېر ورزشکاران او د ورزش مینوال ورغلي وو .
په پای کې اول، دویم او درېیم مقام ګټونکو ته کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
