خوست؛ په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې
د خوست ولايت د ورزشي امريت په لارښوونه د ځغاستې فدراسیون په چوکاټ کې د ځاځي ميدان ولسوالۍ د ځوانانو په همکارۍ، په ۸۰۰ متره ټاکلې ساحه کې د نشه يي توکو پر ضد د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې د ځغاستې ۳۰ لوبغاړو ګډون کړی و، چې نصيب الله پکې لومړی او عثمان دويم مقام ترلاسه کړ.
په پای کې د ځغاستې غوره لوبغاړو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.
