غزني؛ د پکتیکا ولایت لوبډلې د اندړو ولسوالۍ د واليبال سياليو اتلولي خپله کړه

د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د کوچني اختر په مناسبت د ۲۴ لوبډلې ترمنځ د واليبال سيالۍ چې د غویي په څلورمه نېټه پیل شوې وې، د پکتيکا ولایت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دې سياليو کې د غزني د اندړو ولسوالۍ پر لوبډلو سربېره د زابل، پکتيکا، پکتيا، ميدان وردګو ولايتونو لوبډلو هم برخه اخيستې وه.
په پای لوبه کې د پکتیکا لوبډلې د اندړو ولسوالۍ له والیبال لوبډلې سره سیالي وکړه چې په پایله کې د پکتیکا لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳.۱ میدانونو په توپیرماتې ورکړي.
د غزني ولایت د بدني روزنې او سپورت امر حاجي بلال مجاهد هم د سيالیو په پایلوبه کې ګډون کړی ؤ او لوبغاړي یې له نږدې وهڅول.
په پای کې د غزني ولایت د سپورت امریت له لوري لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل، دویم ته کپ او ستاینلیکونه ورکړل شول.