په پکتيا کې د ښېرازه افغانستان په نوم د والیبال ټورنمنټ پیل شو

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست او والیبال فدراسیون په همغږۍ د مرکز ګردېز اړوند په خوازکو کلي کې د ښېرازه افغانستان په نوم د ۱۵ لوبډلو تر منځ د والیبال ټورنمنټ پيل شو.
د دغه ټورنمنټ د پيل په لوبه کې دخوازکو C لوبډلې د زرومت B ته ۳ـ۱ او په دویمه لوبه کې د نيازيو A لوبډلې د ۳_۰ میدانونو په توپیر ابراهيم خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه.
ياد ټورنمنټ په ليرې پرتو ولسوالیو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د خوازکو ځوانانو له خوا جوړ شوی، چې درې ورځې به دوام ولري.