عبدالله المطیري:
زه ډېر خوشحاله یم، چې دلته په افغانستان کې یم او دا زما لپاره افتخار دی. دا زما لپاره د بریا پیل دی، دا د افغانستان د داخلي لوبغاړو لپاره ښه چانس دی.
ما ته ډېرو وويل، چې افغانستان ته مه ځه خطر دی، ما وانه ورېدل؛ بلکې تصمیم مې ونیو، چې دلته راشم او خوښ یم، چې دلته راغلم.
کله چې ملي ټیم لوبه بايلي دا عبدالله لوبه نه بایلي، ملي ټیم یې نه بایلي، افغانستان یې بایلي، نو راځئ د افغانستان لپاره کار وکړو.
" عبدالله المطیري د تړون د لاسلیک پر مهال غونډې ته په وینا کې پورته خبرې وکړې."
