په ننګرهار کې د اتلانو په نوم د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او سوک وهنې فدراسیون په همغږۍ د ننګرهار، کابل، پنجشیر، نورستان، لغمان او کنړ ولایتونو د ۶۵ جوړو ۱۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ننګرهار د ۳۰ سوک وهونکو د بریا پر اساس لومړی، کابل د ۱۱ سوک وهونکو د بریا پر اساس دویم او کنړ د ۹ سوک وهونکو د بریا پر اساس درېیم مقام خپله کړ.
