په کندهار کې د موی تای سیالۍ ترسره شوې
د کندهار ولایت په مرکز حسیني ورزشي کلب کې د ۱۵ جوړو ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوې ورځې لپاره د موی تای سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې چې فرودوس په ۴۱کیلو، یاسین په۶۰ کیلو او عبدالرشید په ۵۱ کیلو وزنونو کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
په پای کې د نوموړي کلب له لوري ګټونکو ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسولینو هم ګدډون کړی و.
