ننګرهار؛ د "زرغون افغانستان" په نوم د پهلواني سيالۍ پاى ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د سپورټ رياست له لوري د "زرغون افغانستان" په نوم د ځوانانو سالمي روزنې او يووالي په موخه د ٣٠ کلبونو ٤٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې د شهيد معلم اول ګل لوبغالي کې ترسره شوې دوه ورځې يې دوام وکړ.a