میدان وردګ؛ د وردګو لوړو زدهکړو موسسې د والیبال سیالۍ د کرنې پوهنځي په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګو ولایت د وردګو لوړو زده کړو موسسې د والیبال سیالۍ چې ۹ لوبډلو پکې ګډون کړی و، د کرنې پوهنځي محصلینو په بریا پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د ښوونې او رورنې او کرنې پوهنځیو لار موندلې وه، چې په پایله کې کرنې پوهنځي خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو په مراسمو کې د یاد پوهنتون رهبرۍ، استادانو، امرینو او محصلینو ګډون کړی و.
باید یادونه وشي چې دغو سیالیو څلور ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ ورکړل شو.
