ميدان وردګ؛ په وردګ پوهنتون کې د ياد پوهنتون د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
په وردګ پوهنتون کې د ياد پوهنتون له څلورو پوهنځیو څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اته اوريزې سیالۍ پيل شوې او شپږ ورځې به دوام وکړي.
د دغو سياليو د پرانيستې په مراسمو کې د نوموړي پوهنتون مشرتابه، د پوهنځيو رييسانو، امرينو، استادانو او محصلينو ګډون کړی و.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د انجينرۍ او کمپيوټرساينس پوهنځيو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، په پيل کې د انجنيرۍ پوهنځي لوبډلې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د ۵ لوبغاړو په زيان سره ۶۶ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د کمپيوتر ساينس پوهنځي لوبډلې دغه هدف په ۶ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په زيان پوره کړ او سيالي يې وګټله.
