بادغیس؛ په سنګ اتش ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د فوټبال یووالي جام سیالۍ پیل شوې

د بادغیس ولایت د فوټبال فدراسیون له لوري د لومړي ځل لپاره د نوموړي ولایت په نوې رسمي شوې سنګ اتش ولسوالۍ کې د یووالي جام په نوم د فوټبال ناک اوټ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د یادې ولسوالۍ له مختلفو سیمو څخه د اتحاد، کهکشان، ابومسلم، درخشان او سرخ پوشانو لوبډلو ګډون کړی دی.
د دغو سیالیو د پیل لوبه د ابو مسلم او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې په یوه یوه ګول مساوي پای ته ورسېده.