د کندز په ورزشي لوبغالي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۳:۳۰
د کندز په ورزشي لوبغالي کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او کورش فدراسیون له لوري د یاد ولایت په ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ جوړو ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۶۵ او ۷۱ کیلو وزنونو کې ترسره شوې چې په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې محمد کبیر او په ۷۱ کیلو ګرام وزن کې سهراب لومړی مقام ترلاسه کړ.

په یادو سیالیو کې پر ورزشي مسولینو سربېره ګڼو د ورزش مینوالو ګډون کړی و.

هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ولایتي سیالیو لپاره د غوره ورزشکارانو موندل و او په پای کې غوره پهلوانانو ته مډالونه، ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS