میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ۸ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۹:۳۴
میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ۸ کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د کونګفو فدراسیون له لوري د "ميدان وردګ" جام په نوم د ۸ کلبونو ۱۲۰ جوړو ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د یاد ولایت د کلبونو ترڅنګ له کابل ولایت ورزشکارانو هم ګډون کړی و، چې په پایله کې د استاد میرویس نظری کونګفو کلب سرو زرو د ۱۳ مډالونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.

باید یادونه وشي چې د یادو سیالیو موخه د کونګفو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي فضا رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند، په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په دښت سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ننګرهار ولایت په کچه په جلال‌اباد ښار کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS