ننګرهار؛ د خيبر پرېمر ليګ ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي چمتلې هټيوالو لوبډلې خپله کړه
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په غوښتنه او همکارۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د خيبر پرېمر ليګ سياليو اتلولي، چې د کوچني اختر په پنځمه پيل شوی و د چمتلې هټيوالو لوبډلې په بريا پای ته ورسېد.
د دغو سياليو پايلوبې ته خوږياڼيو اتلانو او چمتلې هټيوالو لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه خوږياڼيو اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو لسو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۰۷ منډې هدف کېښود، بل پلو چمتلې هټيوالو لوبډلې ياد هدف د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره په نهم اور کې پوره کړ او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو، قومي مشرانو او د ورزش ګڼو مينوالو برخه اخيستې وه.
هېره دې نه وي، چې دغو سياليو ۵۲ ورځې دوام وکړ او موخه يې د ځوانانو ترمنځ يووالي او اتفاق ياد شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو موټرسايکل د ډالۍ په شکل ورکړل شو.
