کابل؛ د تکواندو منتخبې لوبډلې د غوراوي يوولسم پړاو سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۲:۳۳
کابل؛ د تکواندو منتخبې لوبډلې د غوراوي يوولسم پړاو سيالۍ پيل شوې

په پلازمېنه کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د تکواندو ملي فدراسیون په تمريناتي ځاى کې، د اسيا اتلولي سياليو کې د افغانستان لومړني د سرو زرو مډال ګټونکي او د تکواندو ملي لوبډلې غړي محسن رضايي په وياړ د تنکيو ځوانانو سني کټګورۍ کې د کابل تکواندو منتخبې لوبډلې د غوراوي يوولسم پړاو سيالۍ پيل شوې.

په دغو سياليو د ٢٠ لوبډلو ٢٠٠ ورزشکاران ګډون لري چې درې ورځې به دوام وکړي.

د دغو سياليو په ترڅ کې به ٤٠ غوره ورزشکاران د کابل تکواندو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS