لوګر؛ په محمد آغې ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکيشن کانچو ماتسويي سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۱۰:۲۳
لوګر؛ په محمد آغې ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکيشن کانچو ماتسويي سيالۍ ترسره شوې

د لوګر ولايت په محمد اغه ولسوالۍ کې د کانچو کيوکيشن ماتسويي فدراسيون له لوري د دوو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيوکيشن کانچو ماتسويي سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د څلورو کټګوري( تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو) په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د استاد عبدالحميد کلب د زياتو نومرو په ترلاسه کولو سره بريا خپله کړه.

په پای کې د نوموړي ولايت د ورزشي امريت له لوري لومړي، دويم او درېيم مقام ورزشکارانو ته مډالونه، ستاينليکونه او ورزشي بيکونه ورکړل شول.

هېره دې نه وي چې د دغو سياليو موخه ورزش ته ځوانانو هڅول او د نشه يي موادو پر ضد مبارزه وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS