ملاخېل لوبډلې د پکتيکا د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وګټله

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۱۴ - ۱۰:۲۱
ملاخېل لوبډلې د پکتيکا د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وګټله

د پکتيکا ولايت د ورزش امريت په همغږۍ د چکان کلي ځوانانو له لوري د لوى اختر په مناسبت د ١٧ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د ملاخېل لوبډلې په بريا پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبې ته د چکان کلب او ملاخېل لوبډلو لار وموندله، چې په پيل کې د چکان کلب لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ٧ اورونو کې يې ملاخېل لوبډلې ته د ٨٦ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې ملاخېل لوبډلې ورکړل شوى هدف په پنځو اورونو کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.

دغه سيالۍ د ولس ترمنځ يووالي، ورورولۍ، مينې او خوښۍ په موخه ترسره شوې.

پروېز د يادو سياليو د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یحی شریفي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۶
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د څلور لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د استقلال لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۷:۱۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد. . .

BACK TO NEWS