ننګرهار؛ د مومندرې ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د باسول سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۹:۱۱
ننګرهار؛ د مومندرې ولسوالۍ د کرکټ ټېپ بال سيالۍ د باسول سوپر سټار لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېدې

د کرکټ ټېپ بال دغه سيالۍ چې د ننګرهار ولايت د ورزش ریاست له لوري، د مومندرې ولسوالۍ د ٦٠ لوبډلو ترمنځ د لوى اختر په مناسبت د اختر په دويمه ورځ پيل شوې وې، د باسول سوپر سټار لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبې ته د باسول شاهين او باسول سوپر سټار لوبډلې ووتلې، چې د باسول شاهين لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره خپل سيال ته د ٩٩ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د باسول سوپر سټار لوبډلې ورکړل شوى هدف د لوبې په نهم اور کې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS