کندهار؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۱
کندهار؛ په سپین بولدک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د امن او یووالي په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بولدک ولسوالۍ د لوبډلو ترڅنګ د چمن، فراه، هرات او کندهار لوبډلو هم ګډون کړی و، چې په پایله کې د چمن حاجي سردار محمد او السعادت کلب لوبډلو د دغو سیالیو پایلوبې ته لار ومونده او له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه په مساوي شکل پای ته ورسېده او د اتلولۍ کپ چمن حاجي سردار محمد مېلمه لوبډلې ته ورکړل شو.

د یادونې وړ ده چې په دغه ولسوالۍ کې تردې مخکې هم ورته سیالۍ ترسره شوې او په راتلونکې کې هم پلان لري چې د الف او ب لوبډلو ترمنځ لویې سیالۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS