بغلان؛ په مرکز پلخمري کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۹:۲۲
بغلان؛ په مرکز پلخمري کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو د ۱۵۰ کورش پهلوانانو ترمنځ د کورش یو ورځنۍ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د یاد ولایت ورزشي مسولینو، ورزشکارانو، قومي مخورو او د ورزش سلګونو مینوالو ګډون کړی و.

دغه سیالۍ د یوې ورځې لپاره د ملا عبدالبصیر په مالي ملاتړ ترسره شوې او موخه یې د هیواد په کچه د ملي او دودیزو لوبو ژوندي کول و.

په پای کې د یاد ولایت د ورزشي امریت له لوري د یادو سیالیو مالي ملاتړ کوونکي ته ستاینلیک ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۲
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قلعه زال منتخبې لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۹:۰
Background image

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه، دچنګاښ ١٠مه، ۱۴۰۴

 

BACK TO NEWS