میدان وردګ؛ په جغتو کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بلند بابا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۰:۹
میدان وردګ؛ په جغتو کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د بلند بابا لوبډلې په بریا پای ته ورسیدې

د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې د دې ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت او جغتو ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د تکې په کلې کې دوې اوونۍ وړاندې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د بلند بابا اتلانو لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبې ته بلند بابا اتلان او بابکر خیل لوبډلو لار ومونده، چې لومړی توپوهنه بابکر خیل لوبډلې وکړ، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې ۹۵ منډې وکړې.

په مقابل کې د بلند بابا اتلانو لوبډلې د پنځو ویکټو په زیان ټاکلى هدف په نهم اور کې پوره کړ او د دغه ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې د لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل ،دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه او ستاينليکونه ورکړل شول.

د دغو لوبو موخه د ولايت په کچه ورزش ته وده ورکول دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS