کابل؛ د ورزش، روغتيا او ثروت تر شعار لاندې د المپيک نړیوالې ورځې د نمانځنې په موخه د بايسکل ځغلونې سيالۍ ترسره شوې
په پلازمېنه کابل کې په المپيک ملي کمېټه کې د ورزش، روغتيا او ثروت تر شعار لاندې د المپيک نړیوالې ورځې د نمانځنې په مناسبت د بايسکل ځغلونې يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو د پيل پر مهال د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاينده اختري د بايسکل ځغلونې فدراسیون مسوولينو او ورزشکارانو ګډون درلود.
د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاينده اختري د دغو سياليو پر مهال له ورزش څخه د ا.ا له ملاتړ څخه مننه وکړه په خبره يې؛ که حکومت يې ملاتړ نه وای کړى شايد د المپيک دروازه تړل شوې واى.
ښاغلي اختري وویل؛ حکومت بوديجه په واک کې ورکړې او په نږدې راتلونکې کې به د يو شمېر هغو فدراسیونونو د ملي لوبډلو سيالۍ هم ترسره کړي، چې تر اوسه يې سيالۍ نه وې شوې.
د بايسکل ځغلونې په دغو سياليو کې ٤٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود، چې د المپيک ملي کمېټې له انګړ څخه يې د تلوېزیون تر غره پورې د لس کيلو متره په واټن وهلو کې له یو بل سره سيالي وکړه.
په دغو سياليو کې ګډون کوونکي ورزشکاران هم دا ډول سيالۍ د بايسکل ځغلونې د ورزش ودې لپاره ګټورې بولي.
