هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۸
هلمند؛ په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت ګرمسېر ولسوالۍ په امیر بلند اغا ورزشي لوبغالي کې د ځوانانو د یووالي په نوم د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال ګروپي سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې چې دوه اوونۍ به دوام وکړي (هزار جفت، اتحاد، عمرزي، شاهین الف، شاهین ب ،حقیار، صفار مرکزي او صفار الف) لوبډلو ګډون کړی دی.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې عمرزو لوبډلې خپلې سیالې حقیار لوبډلې ته د ۳-۲ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه، همداراز په دویمه لوبه کې اتحاد لوبډلې خپلې سیالې سیلمان شاه لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS