ننګرهار؛ د ٣٥ کلبونو ترمنځ د بدن ښکلا د منتخبې لوبډلې د ټاکلو سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ د بدن ښکلا فدراسیون له لوري د ٣٥ کلبونو ١٠٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې يه جمنازيوم کې د بدن ښکلا او فټنس منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ موخه يې د ننګرهار ولايت د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ټاکل دي.
د يادو سياليو په ترڅ کې ١٢تنه ورزشکاران د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.