هلمند؛ د بدن ښکلا دوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۱۲:۵
هلمند؛ د بدن ښکلا دوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پاى ته ورسېدې

د هلمند ولایت د ورزش امريت په مرسته د بدن ښکلا فدراسيون له لوري د مرکز لښکرګاه ښار په فرهنګي مرکز "سينما" کې د ٥٠ ورزشکارانو په ګډون د بدن ښکلا دوولسم پړاو ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د يوې ورځې لپاره د هلمند د بدن ښکلا فدراسيون د رئیس ننګيالي ويښ په مالي ملاتړ ترسره شوې موخه يې د هلمند بدن ښکلا منتخبې لوبډلې، ميسټر هلمند او جينر هلمند ټاکل او ورزش ته د ځوانانو هڅول دي.

په دغو سياليو کې لس ورزشکاران د هلمند د بدن ښکلا منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول، چې عزيزالله سعيدي د ميسټر هلمند او عبدالهادي د جينر هلمند لقبونه وګټل.

په پاى کې مقام ګټونکو او غوره ورزشکارانو ته ډالۍ، کپونه، تصديق نامې او ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS