د کابل سنوکر لیګ سیالۍ په نخبګان کلب کې پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۸:۵۸
د کابل سنوکر لیګ سیالۍ په نخبګان کلب کې پیل شوې

د کابل سنوکر لیګ سیالۍ د کابل ولایت د مختلفو کلبونو د سلو ورزشکارانو ترمنځ په شهرنو کې د شپږ ورځو لپاره پیل شوې.

د دې سیالیو د پیل په مراسمو کې ګلاب الدین خپلواک د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ارشد مشاور، الله محمد اتل مشواڼي د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د نشراتو رئیس او ویاند، قدرت الله زرمتي د خارجه اړیکو مسول، د سنوکر کلب مسولینو ګډون کړی و.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې اتل مشواڼي خبرې وکړې، نوموړي د سنوکر د دغو سیالیو په پیلېدو خوښي وښوده، زیاته یې کړه، چې د ورزش ادارې رهبري او مشرتابه په دې هڅه کې دی، چې بهرنۍ ورزشي اړیکې لا پیاوړې کړي؛ ترڅو ورزشکاران په بهرنیو سیالیو کې ډېر ګډون وکړي او هیواد ته ویاړونه راوړي.

همدا راز یې له موجودو ورزشکارانو وغوښتل، چې د لوبو پر مهال ورزشي اخلاقو او اسلامي اصولو ته بشپړه پاملرنه وکړي.

یادې سیالۍ په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې لومړی پړاو یې د لیګ په بڼه او دویم هغه به یې په حذفي ډول ترسره شي.

د دې سیالیو موخه د کابل ولایت د سنوکر د غوره څېرو موندل دي، چې د یاد ولایت په نماینده ګي به په ولایتي لوبو کې ګډون وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS