لغمان؛ په عليشنګ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۹:۲۸
لغمان؛ په عليشنګ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت او واليبال فدراسيون په همغږۍ په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سياليو اتلولي د علینګار ولسوالۍ منتخبې لوبډلې خپله کړه.

د دغو سياليو په پايلوبه کې علینګار ولسوالۍ لوبډلې خپلې سيالې قرغه یي ولسوالۍ لوبډلې ته د ۲ - ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې شل ورځې يې دوام وکړ، موخه يې د لغمان ولایت د ولسوالیو په کچه د ورزشکارانو ترمنځ اتفاق او یووالی و.

د يادو سيالو په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او توپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS