افغان فوټسال ملي لوبډلې د کافا په سیالیو کې ازبکستان ته هم ماته ورکړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۱۴
افغان فوټسال ملي لوبډلې د کافا په سیالیو کې ازبکستان ته هم ماته ورکړه

افغان فوټسال ملي لوبډلې د کافا اتلولیو جام سیاليو کې په خپلې دویمې لوبه کې د ازبکستان پیاوړې لوبډلې ته د ۳/۴ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د شپږو امتیازونو په درلودلو سره یې د جدول په لومړي سر کې ځای وموند.

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې پیاوړي لوبغاړي رضا حسین پور په وروستی ثانیه کې د ازبکستان خلاف ګول ترسره کړ او لوبه یې د افغانستان په ګټه پای ته ورسوله. د دې سیالیو لومړی ګول حمید حسین، دویم سید حسین موسوي، درېیم علي فیاضي ترسره کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې په لومړنۍ لوبه کې افغان لوبډلې قرغیزستان ته ماتې ورکړې وه او له یوې ورځې دمې وروسته به سبا نه بل سبا له ایران هیواد سره خپله درېیمه سیالي ترسره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۵
Background image

لغمان کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ۴۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۳
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د آریانا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۳:۴۰
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایتد بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ په محمدي عالي لېسه کې د شپږو ټولګیو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د لسم الف ټولګي په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS