ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۹:۱۸
ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریز جام سیالیو اتلولي هیوادمل لوبډلې خپله کړه.

د دغو سیالیو پایلوبې ته سلیمان تخت او هیواد مل لوبډلو لار موندلې وه، د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې سلیمان تخت لوبډلې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې سیالې لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په زیان ۸۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته هیواد مل لوبډلې دغه هدف د لوبې په شپږم اور کې د دوو لوبغاړو په زیان پوره کړ او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې دغو سیالیو ۲۶ ورځې دوام وکړ او نن د هیواد مل لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۱۱
Background image

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

د تلاش خیریه بنست مسؤول نجيب تلاش :

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۷:۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS