د هلمند په کچه د کونګ فو منتخبه لوبډله وټاکل شوه
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند کونګ فو فدراسیون له لوري د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ فو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې ۳۰ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې د سیالیو په ترڅ کې د یاد ولایت په کچه ۱۵ کسیزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو لومړي، دویم او درېیم مقام ورزشکارانو ته د قهرمانۍ سندونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
