کابل؛ د جمناسټيک دوبني جام دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۷:۴
کابل؛ د جمناسټيک دوبني جام دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې

په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د جمناسټيک ملي فدراسیون د دوبني جام دويم پړاو سيالۍ ترسره شوې.

دغو سياليو چې يوه ورځ يې دوام وکړ د کابل ښار د ١٨ کلبونو د تنکيو ځوانانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو ٦٠ ورزشکارانو پکې ګډون درلود.

د دغو سياليو موخه په اسپک او حلقې وسيلو کې د غوره لوبغاړو په ګوته کول دي.

د يادو سياليو په پاى کې له هرې کټګورۍ څخه ٣تنه چې مجوعا ١٢تنه ورزشکارانو کيږي په اسپک او حلقې وسيلو کې غوره شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۴۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د امام صاحب ولسوالۍ په شېرخان بندر سيمه کې د ۴۴ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۳
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په آق تپه غبردي سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حزب الدین لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS