صحت کلب لوبډلې د خوست ولایت د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وګټله
د خوست ولایت د ورزش امريت اړوند د ټېپ بال فدراسيون له لوري د فاميليو ځوانانو په نوښت د ټېپ بال ټورنمنټ، چې يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوى و، د صحت اندام ښکلا کلب لوبډلې په اتلولۍ پاى ته ورسېد.
په دغه ټورنمنټ کې، چې د خوست د بېلابېلو سیمو ٥٠ لوبډلو پکې برخه لرله پايلوبې ته يې د فيضان او صحت اندام ښکلا کلبونو لوبډلو لار وموندله.
د لوبې پچه د صحت کلب لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره خپل سيال ته د ١٢٠منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د فيضان لوبډلې ورکړل شوى هدف پوره نه کړ او لوبه يې د اوو منډو په توپیر وبايلله.
فدا د فاينل غوره لوبغاړی، عبدالرووف د ټورنمنټ غوره لوبغاړي او زيت الله شاهين د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه و نومول شول.
