شیوا لوبډلې د تخار د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتلولي وګټله

د تخار ولايت د فوټبال غوره ليګ سيالۍ چې څو ورځې وړاندې د لسو لوبډلو ترمنځ د ښاروالۍ په لوبغالي کې پیل شوې وې، پرون د شيوا لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسېدې.
د لیګ پایلوبه د شیوا او تخار باستان لوبډلو ترمنځ وه چې د ۳-۰ ګولونو په توپیر د شیوا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.
ددې سیالیو موخه د ځوانانو د وړتیاوو وده او د هغوی هڅول وو.