د لوګر ورزشکارانو د شپږو ولایتونو ترمنځ د کونګفو سیالۍ وګټلې

د سوېلي زون د کونګفو سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د لوګر په مرکز پل علم کې د شپږو ولايتونو د ٩٠ ورزشکارانو ترمنځ پیل شوې وې، د لوګر ولایت په بریا سره پای ته ورسیدې.
په دې سياليو کې د پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، وردګو او لوګر ولايتونو ورزشکارانو برخه اخيستې وه او د یو بل په وړاندې يې سيالۍ وکړې.
د سیالیو په پایله کې د لوګر ورزشکارانو لومړی، غزني دویم او پکتیا درېیم مقام خپل کړ