په غزني کې د ٢٢ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۰:۳۰
په غزني کې د ٢٢ نېزه وهونکو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ ترسره شوې

په غزني ولايت کې د قره باغ، ناور او جغتو ولسوالیو او مرکز غزني د ٢٢ تنو اس ځغلوونکو ترمنځ د نېزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ دغزني ولايت د مرکز د حکيم سنايي ښارګوټي په لوبغالي کې ترسره شوې او یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پایله کې د مرکز لوبډلې لومړی، د قره باغ ولسوالۍ لوبډلې دویم او د جغتو ولسوالۍ لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS