غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۲ - ۱۱:۹
غزني؛ په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د WTF تکواندو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې

د غزني ولایت د تکواندو فدراسیون له لوري د جاغوري ولسوالۍ اړوند د سنګماشه بازار په لوبغالي کې د ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ لومړی پړاو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ډلبندیو کې ترسره شوې چې د غزني ولایت د مرکز او ولسوالیو د ورزشکارانو ترڅنګ د هرات ولایت یوې لوبډلې هم برخه اخیستې وه او دغه سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په ګروپونو کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د غزني ولایت د سپورټ مسوولینو، د جاغوري ولسوالۍ د ورزش مسوولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینه والو ګډون کړی و.

په پای کې د سیالیو مسوولینو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، سندونه او ډالۍ ورکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۲
Background image

خوست؛ ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ولوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ترېزیو علیشېرو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پیل شوې، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۶
Background image

سرپل؛ سوزمه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد په سوزمه ولسوالۍ کې د هوندا سکليت جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.. . .

BACK TO NEWS