پنجشېر؛ بريال خوست او صرافان هرات لوبډلو د فوټبال "اخوت جام" سياليو پايلوبې ته لار وموندله

د پنجشېر ولايت په کوربتوب د فوټبال "اخوت جام سياليو پر دوام د نن پنجشنبه د بريال خوست او صرافان هرات لوبډلو د دې جام پايلوبې ته لار وموندله.
د دغو سياليو پر دوام نن پنجشنبه په لومړۍ لوبه کې د بريال خوست لوبډلې د اتفاق کندهار خانزاده لوبډلې ته د " ١-٠ " ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره يې پايلوبې ته لار وموندله.
همدا راز په دويمه لوبه کې صرافان هرات د بلخ اتفاق لوبډلې ته د ٢-٠ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره د صران هرات لوبډله هم د دې جام پايلوبې ته ووتله.
ټاکل شوې سبا جمعه د زمري په ٢٧ نېټه به د بريال خوست او صرافان هرات لوبډلې په پايلوبه کې سره مخ شي.
د پنجشېر ولایت په کوربتوب د "اخوت جام" فوټبال سيالۍ د زمري په ٢٠ مه نېټه د اتو ولايتونو د لوبډلو ترمنځ پيل شوې، چې سبا به يې د ورزش ادارې د مسوولینو په شتون د پايلوبې سيالۍ ترسره شي.